CRI Online

بهرنيو کارپوهانو په هانکانګ کې له زور زياتي څخه پر ډکو کړنو نيوکې وکړې او د چين په کورنيو چارو کې د بهرنيو خواوو له لاسوهنې سره يې مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-07-30 16:51:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ګڼ شمېر بهرنيو کارپوهانو په تېرو څو کلونو کې په مداومه توګه په هانکانګ کې له زور زياتي څخه پر ډکو کړنو نيوکې وکړې او دوی په دې نظر دی چې يادو کړنو د هانکانګ قانوني ادارې، عام نظام او امنيت ته زيانونه رسولي، او له بهرنيو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د افغانستان د کابل تايمز ورځپاڼې عمومي مدير حامدالله عارفي وويل، چې د امريکا ځېني سياستوال د ازادۍ او ډيموکراسۍ په پلمه د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه کوي او موخه يې دا ده چې د پولي مرکز په توګه د هانکانګ امنيت ته زيان ورسوي.

د پاکستان د سولې او ډيپلوماسۍ اکاډمۍ مشر اصف نور وويل، چې د چين حکومت په تېرو شلو کلونو کې خپلې ژمنې پلې کړې دي چې د ( په يو هېواد کې دوه نظامونه) نظام يې پلی کړی دی او له لويې وچې سره د ګډ پرمختګ په برخه کې يې له هانکانګ سره مرستې کړې دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای