CRI Online

د پاکستان د لويې درستيزوالۍ د رييسانو د کميټې مشر: د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د وروڼو تر منځ همکارۍ دی

cri     (GMT+08:00) 2019-07-30 20:09:37

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د پاکستان د لويې درستيزوالۍ د رييسانو د کميټې مشر زبير محمود حيات د جولای د ۳۰ مې نېټې په ماسپښين د چين په پلازمينه بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د چين او پاکستان تر منځ دوستي له زياتو ازموينو څخه په بريالۍ توګه تېره شوې ده، د دواړو هېوادونو تر منځ دوستي لرغونی تاريخ لري او په دايمي توګه ساتل کېږي. د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو لورو تر منځ تګ راتګ نږدې دی. د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د چين او پاکستان تر منځ د همکاريو په برخه کې يوه مهمه پروژه ده. پاکستان وياړي چې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز په څير پروژه لري.

د مالوماتو له مخې، د پاکستان د لويې درستيزوالۍ د رييسانو د کميټې مشر زبير محمود حيات د جولای له ۲۹ مې نېټې څخه تر ۳۱ مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړه. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د چين د دولت د رئيس له مرستيال وانګ چي شان، د چين د مرکزي پوځي کميټې له مرستيال جانګ يو شيا، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کميټې د سياسي او تقنيني چاروکمېسيون منشي ګوو شنګ کون په شمول د ګوند او حکومت له يو شمېر مشرانو سره په جلا جلا توګه وکتل.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای