د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت پوځ د جولای په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د همدې ورځې په سهار ۲ د لنډ واټن بالستيک توغندي توغولي دي.
د کوريا جمهوريت خبري رسنيو د دغه هېواد د پوځ د ګډ درستيز رياست په قول خبر ورکړ چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۳۱مې نېټې په ۵ بجو ۶ دقيقو او ۵ بجو ۲۷ دقيقو په جلا جلا توګه د ونسان ښار له کلما څخه د شمال ختيځ سمندر ته ۲ لنډ واټن ويشتونکي توغندي توغولي دي.
د ياد رياست د خبر له مخې، اوسنۍ پلټنه ښيي چې د شمالي کوريا لخوا توغول شوي د لنډ واټن بالستيک توغندي شاوخوا ۳۰ کيلومتره لوړ وو او د الوتنې واټن يې شاوخوا ۲۵۰ کيلومتره دی. اوس د کوريا جمهوريت او امريکا استخباراتي ادارې نور تحليلونه تر سره کوي.د کوريا جمهوريت له نژدې کتنه کوي چې ايا د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت به د توغنديو توغولو فعاليتونو ته دوام ورکړي او په عين وخت کې به د دفاع چلند ساتي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |