CRI Online

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۲مه غونډه په بنکاک کې پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 15:27:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۲مه غونډه د جولای په ۳۱مه نېټه د تايلند په پلازمېنه بنکاک کې پيل شوه. په دې غونډه کې به د ياد اتحاد د ګډې ټولنې د ابادۍ او د ډيالوګ له همکارانو سره د همکارۍ د ټينګولو په اړه بحث وشي.

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد د اوسنۍ دورې رئيسه هېواد د تايلند صدراعظم پرايوس چان اوچا د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، سږکال د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد يو لړ خپلمنځي همکارۍ تر سره کړې، لکه د سږکال په جون مياشت کې د دې اتحاد د ۳۴مې دورې په سرمشريزه غونډه کې (( د دوامداره پرمختګ لپاره د همکاريزو اړيکو د ټينګولو په اړه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د اتحاد د مشرانو هيله )) تصويب شوه، او د خلکو لپاره يو لړ نور ګټور همکاريز پروګرامونه هم جوړ شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای