CRI Online

په افغانستان کې د ماين چاودنې له امله د يوه بس ۳۴ تنه مسافرين وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-07-31 15:29:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې افغان چارواکو د جولای په ۳۱مه نېټه وويل چې د همدې ورځې په سهار د دې هېواد په فراه ولايت کې د ماين چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.

يو ځايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، د سينهوا اژانس خبريال ته وويل چې يو بس د دې ولايت د بکوا ولسوالۍ په يوه لار کې د ماين له چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ۳۴ تنه وژل شوي دي. ټپيان روغتون ته ليږدول شوي چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک بلل شوی،نو ښايې د مړه شويو کسانو شمېر زيات شي.

تر اوسه هېڅ ډلې يا کس د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.ياد چارواکي همدارنګه ويلي چې دغه مين د طالبانو له خوا ښخ شوی و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای