CRI Online

روسيه دغه شونتيا نه ردوي چې امريکا ته په نژدې ځای کې د منځني واټن د بالستيکو توغنديو د تړون پر ضد توغندي ځای پر ځای کړي.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 11:04:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د خارجه وزارت مرستيال سيرګی ريابکوف د جولای په ۳۱مه نېټه په مسکو کې رسنيو ته وويل: که امريکا د منځني واټن باليستيکو توغنديو تړون له مخې ممنوع توغندي روسيې ته په لا نژدې سيمه کې ځای پر ځای کړي، نو روسيه ښايي ورته تدبيرونه ونيسي څو چې د يو بل قلمرو ته د دواړو خواوو د توغنديو د رسېدو وختونه به برابر وي.

ښاغلي ريابکوف څرګنده کړه چې د هدف هېواد ته د توغنديو د رسېدو وخت د توغنديو د ځای پر ځای کولو موقعيت د غوره کولو يو مهم عامل دی. که څه هم روسيې او امريکا د يو بل قلمرو ته په نژدې ځای کې د توغنديو سيستمونو د ځای پر ځای کولو له ځنډولو سره موافقه کړې، خو روسيې دې ته پام کړی چې امريکا او په ناټو کې د دې هېواد ملګري هېوادونه د امنيتي مسئلې په اړه خورا د بې تميزۍ رويه لري. هيله ده، هغه کسان چې د اروپا او ټولې نړۍ امنيت ته د لوبې په شان ګوري، د جدي واقعيتونو په وړاندې به بېرته هوښيار وي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای