CRI Online

د بريتانيا حکومت به له تړونه پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره تياري ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 11:07:25
د بريتانيا حکومت به له تړونه پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره تياري ونيسي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د ماليې نوي وزير سيد جاويد د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې د دې هېواد حکومت به له تړونه پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره دوه اعشاريه يو مليارډه پونډه نور زيات کړي.

د بريتانيا د ماليې وزارت لخوا د خپور شوي سند له مخې، يادې زياتې شوې پيسې به له تړونه پرته له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو لپاره د پولې، ګمرکي ادارې او د درملو برابرونې په برخو کې چمتوالی وکړي.

سيد جاويد وويل، که مناسب تړون لاسليک نه شي، نو موږ به مجبوراً له تړونه پرته له اروپايي ټولنې څخه ووځو. ياد دوه اعشاريه يو مليارډه پونډه به د راتلونکي اکتوبر په ۳۱مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو لپاره تياری ونيسي، دا مهمه نه ده چې په هغه وخت کې به اړوند تړون لاسليک شوی وي او که نه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای