CRI Online

په مساواتو او متقابل درناوي سره دې ډيالوګ ته دوام ورکړی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 11:10:42

د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ ۱۲م پړاو لوړ پوړې سلامشوره د جولای په ۳۱مه نېټه د چين په شانګهای کې پای ته ورسېده. په دوو ورځو کې دواړو خواوو په اوساکا کې د دواړو مشرانو د کتنې په ترڅ کې له شويو مهمو موافقو سره سم په صادقانه، موثره او رغنده توګه د اقتصاد او سوداګرۍ په ساحه کې د ګډې علاقې وړ پر زياتو مسئلو يو د بل ژورې تبادلې وکړې او له دې سره يې موافقه کړې چې چين به د کورنيو اړتياوو په رڼا کې له امريکا نه زيات کرنيز توليدات واخلي او امريکا به د دې لپاره اسانتياوې برابرې کړي. ټاکل شوي چې دواړه خواوې به په راتلونکي سپتمبر کې د نوي پړاو لوړ پوړې سلامشوره تر سره کړي.

د يادې سلامشورې په ترڅ کې دواړو خواوو له حساسو او سختو ستونزو څخه ډډه نه ده کړې او په لنډ وخت کې يې د يو بل د پاملرنې وړ پر زياتو مسئلو د نظريو تبادلې کړې. له دې څخه د ستونزو او تضادونو د ليرې کولو جدي او واقعي رويه څرګندېږي.

د دواړو هېوادونو مشرانو له ارجنتاين نه اوساکا ته د دوو ځلو لپاره کتنې کړې او پر وخت يې د خپلمنځي اقتصادي او تجارتي اصطکاک د ترينګلتيا مخنيوی کړی دی. دغه راز د دواړو خواوو پلاويو په بېجينګ، واشينګټن او شانګهای کې د څو پړاوونو سلامشورې کړې دي چې د خبرو اترو تيزوالی او سختوالی يې بې ساری دی.دا دومره اسان کار نه دی چې دواړه خواوې د خبرو اترو لپاره بېرته ميز ته راغلي دي، نو ځکه دواړه خواوې دې د واقعي عملياتو په تر سره کولو سره پر له پسې پرمختګ ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای