CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د شينجيانګي بندرونو له لارې د وارداتو او صادراتو ارزښت د دوامدار زياتوالي په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 11:28:57
د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د شينجيانګي بندرونو له لارې د وارداتو او صادراتو ارزښت د دوامدار زياتوالي په حال کې دی

د چين د خبري اژانس د جولای په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ، د شينجيانګ د ارومچي د ګمرکاتو ادارې د خبر له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د شينجيانګي بندرونو له لارې د وارداتو او صادراتو ارزښت له 107.9 مليارډو يوانو څخه اوښتی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت اووه اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی. د روان کال له مارچ مياشتې راهيسې، دغه شمېر د مسلسلو څلورو مياشتو لپاره زيات شوی دی.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته د شينجيانګي بندرونو له لارې عمده صادرات ماشينونه، منسوجات او بوټان وو، عمده واردات اومه نفت، طبيعي ګاز او نه دي چمتو شوي ميسي مواد وو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای