د چين سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اګست په لومړۍ نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د دولتي او ملکي تصديو په شمول ځېنو چيني تصديو د جولای له ۱۹مې نېټې راهيسې د امريکا د کرنيزو محصولاتو له پلورونکو سوداګرو څخه د لوبيا، پنبې، غوښې او جودرو په شمول د ځېنو کرهنيزو توليداتو د اخيستلو په هکله د بيو پوښتنه کړې ده او د بازاري شرايطو سره سم يې له امريکا څخه يوه اندازه کرهنيز توليدات اخيستي دي.
نوموړي وويل، اړوندو تصديو غوښتنليکونه وړاندې کړي چې پر يادو کرهنيزو توليداتو به اضافي تعرفې لغوه شي. د چين د دولتي شورا د ګمرکي مالياتو کمېټه د دغو غوښتنليکونو پر څارنې بوخته ده او اړوندې مرحلې روانې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |