CRI Online

د چين سوداګرۍ وزارت: د چين او امريکا ترمنځ د عالي رتبه اقتصادي او سوداګريزو مشورو ۱۲م پړاو د پلان له مخې پای ته رسېدلی او په اګست کې به اړوندې مشورې روانې وي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 16:13:17

د چين سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اګست په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ د عالي رتبه اقتصادي او سوداګريزو مشورو ۱۲م پړاو په دوو برخو وويشل شو چې لومړۍ، د پخوانيو اقتصادي مسئلو په اړه نظرونه څرګند شول. دوهم، دواړو خواوو د راتلونکو مشورو اصول او طرزونه وټاکل شول.

نوموړي وويل، د دواړو خواوو ترمنځ د مشورو ياد پړاو د پلان له مخې په صميمي، مؤثري او رغنده توګه پای ته رسېدلی. دواړه خواوې به په اګست کې په پر له پسې توګه مشورې تر سره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای