د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې د سيمه ييزې هراړخيزې اقتصادي همکارۍ د اړيکو تړون (RCEP) په اړه د خبرو اترو ۲۷م پړاو د جولای له ۲۲مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د چين د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې ترسره شو. د اسيان لسو غړو هېوادونو، چين، جاپان، د کوريا جمهوريت، استراليا، نوي زيلاند او هند په شمول د RCEP د شپاړسو غړو هېوادونو او سازمانونو کابو ۷۰۰ استازو په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړ. ګډونوالو د سوداګرۍ د خبرو اترو کمېټې د اړوندو ناستو د جوړولو تر څنګ د مالونو او خدماتو د معاملو، پانګونې، د پوهنې مالکيت حق، انلاين سوداګرۍ، قانون او نظام په اړه مربوطې غونډې هم ترسره کړې.
د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير لي چنګ ګانګ د جولای په ۳۱مه نېټه وويل، د خبرو اترو دغه پړاو د RCEP د وزيرانو په کچه غونډې لپاره کافي تياريانې نيولې چې ټاکل شوې د اګست په دوهمه او درېيمه نېټه به په بېجينګ کې ترسره شي. چين به د RCEP له بېلا بېلو خواوو سره د خبرو اترو بهير د هڅونې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي تر څو پاتې شوي موضوعات ژر حل او خبرې اترې ژر ختمې شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |