د امريکا حکومت د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف د بنديز لګولو اعلان وکړ
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف به بنديز ولګوي، ځکه هغه د ايران د مذهبي مشر خامنه يي په نماينده ګۍ کار کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په دغه اعلاميه کې وويل، جواد ظريف او د ايران د بهرنيو چارو وزارت د خامنه يي تر لارښوونې لاندې دي او د ثبات د ويجاړولو په اړه د نوموړي د تګلارو د پلې کولو عامل دی. امريکا به په دوامداره توګه پر ايران په ديپلوماتيکې برخه کې يوازې کولو او بې حده فشار اچولو بنديزونه ولګوي.
د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ هم يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې به يې د امريکا په کور دننه د بنديز شويو کسانو سرمايې ګنګل شي او امريکايان ورسره د سوداګرۍ کولو اجازه نه لري. له دغو بنديز شويو کسانو سره تجارت کوونکي بهرني پولي ارګانونه به هم له بنديزونو سره مخ شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |