CRI Online

چين د امريکا له يواړخيز بنديز لګولو او "د اوږد مټ لرونکي واکمن" سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 19:20:12

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د اګست په لومړۍ نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د امريکا له يواړخيز بنديز لګولو او "د اوږد مټ لرونکي واکمن" سره مخالفت کوي. ډيالوګ او سلا مشورې د ايران د ذروي مسئلو د حلولو لپاره اصلي لار ده.

د مالوماتو له مخې، امريکا پرون د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف د بنديز لګولو اعلان وکړ. هوا چون يينګ په دې اړه وويل چې د دې مسئلې په اړه د چين درېځ ډېر څرګند دی. چين د امريکا له يواړخيز بنديز لګولو او "د اوږد مټ لرونکي واکمن" سره مخالفت کوي. د چين په اند داسې عمل د مسئلو د حلولو لپاره ګټور نه دی او ديالوګ او سلا مشورې د دې مسئلې د حلولو لپاره اصلي لار ده. امريکا په تېرو څو ورځو کې څو ځلې وويل چې غواړي له ايران سره بې شرطه سوله ييزې خبرې اترې تر سره کړي. زموږ هيله دا ده چې امريکا بايد له خپلو ژمنو او خبرو سره سم عملونه تر سره کړي او د سيمه ييزې سولې او ثابت لپاره ګټور عملونه تر سره کړي. دا د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون خوري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای