CRI Online

د چين مرکزي حکومت د هانکانګ خاصې اداري سيمې له اداري مشرې کاري لام څخه ټينګ ملاتړ کوي چې د ځايي حکومت په مشرۍ له قوانينو سره سم د اداره کولو چارې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 19:25:07

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په لومړۍ نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د چين مرکزي حکومت د هانکانګ خاصي اداري سيمې له اداري مشرې کاري لام څخه ټينګ ملاتړ کوي چې د ځايي حکومت په مشرۍ له قوانينو سره سم د اداره کولو چارې تر سره کړي.

د خبر له مخې، په هانکانګ کې ميشت ولسي ازادي بخښونکي پوځ پرون د چين د ولسي ازادي بخښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۲مې کليزې د نمانځنې په اړه مېلمستيا وکړه. يوه خبريال په ياده مېلمستيا کې د ميشت ولسي ازادي بخښونکي پوځ د قوماندان بريد جنرال چن دا شيانګ د وينا په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياندې هوا نظر وپوښت. وياندې هوا وويل

(( د مزکري حکومت دريځ دوامداره او څرګند دی او لکه څرنګه بريد حنرال چون پرون ويلي چې مرکزي حکومت د هانکانګ خاصې اداري سيمې د اداري مشرې کاري لام په مشرۍ د ځايي حکومت له قانوني اداري چارو څخه ټينګ ملاتړ کوي او د خاصې اداري سيمې د اړوندو حکومتي څانګو او عدلي ارګانونو څخه ټينګ ملاتړ کوي چې له قوانينو سره سم د زور زياتۍ عاملينو او مجرمينو ته سزا ورکوي. باور لرو چې په هانکانګ کې ميشت ولسي بخښونکي پوځ به په مداومه توګه د دې سيمې په دايمي سمسورتيا او ثبات په ساتلو کې رول ولوبوي. ))

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای