CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت: د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د پرمختيايي غړو ځانګړي امتيازونه بايد په اغېزمنه توګه وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 19:29:30

امريکا په دې ورستيو کې د يادښت په لاسليکولو سره د سوداګرۍ له نړيوال سازمان څخه د پرمختيايي هېوادونو د مقامونو د اصلاحاتو غوښتنه وکړه، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اګست په لومړۍ نېټه د دې وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې د ياد خبر په اړه وويل، چې امريکا په دغه يادښت کې د چين په شمول د سوداګرۍ نړيوال سازمان د ځينو پرمختيايي غړو مقامونه رد کړي چې دغه کړنه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو او روحيې څخه سرغړونه ده. د دغه سازمان پرمختيايي غړو هېوادونو ځانګړي امتيازونه او اړوند حقونه بايد په ښه توګه وساتل شي.

نوموي زياته کړه چې چين به په پر له پسې توګه د يو مسئول او لوی پرمختيايي هېواد په توګه له خپل اقتصادي سويې او توان سره سمون لرونکي نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي. چين به د سوداګرۍ نړيوال سازمان له نورو پرمختيايي غړو سره په ګډه خپل حقه حقونه وساتي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اصلاحاتو کې به رغنده رول ولوبوي. له امريکا څخه هيله لرو چې د يو اړخيزتوب له غلطو عملونو څخه لاس واخلي او د نوموړي سازمان له نورو غړو سره په ګډه په مثبت لوري د اصلاحاتو راوستلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای