CRI Online

وانګ يي د امريکا له خارجه وزير مايک پومپيو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-08-01 20:27:12

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د اګست په لومړۍ نېټه د تايلند په پلازمينه بانکاک کې د امريکا له خارجه وزير مايک پومپيو سره وکتل.

وانګ يي وويل، چې رئيس شي جين پينګ په جون کې په اوساکا کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې ګډې نظريې تر لاسه کړې او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوری يې روښانه کړی. امريکا بايد له چين سره په يوه لوري ګامونه پورته کړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې دې عملي کړي، د متقابل درناوي پر بنسټ دې خپلمنځي توپيرونه حل کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او هغه ډول دوه اړخيزې اړيکې دې ټينګې کړي چې د دواړو مشرانو له خوا منظورې شوې او د همغږۍ، همکارۍ او ثبات په بنسټ ولاړې دي.

پومپيو وويل، چې ولسمشر ټرمپ په اوساکا کې له رئيس شي جين پينګ سره وکتل او د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو راتلونکی لوری يې ټاکلی. نوموړي دغه راز وويل، چې پر دې ټينګار کوم چې ولسمشر ټرمپ او د امريکا حکومت د چين د پرمختګ د مخنيوي هيله نه لري او هيله لري چې په پراخو برخو کې له چين سره همکارۍ وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې په سالمه توګه تر سره کړي. امريکا به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دريو ګډو اعلاميو او د يو چين د پېژندنې پر پاليسۍ ټينګار وکړي. امريکا له چين سره د کلتوري تګ راتګ له پياوړتيا څخه ملاتړ کوي او غواړي په ښه توګه د دواړو هېوادونو د کسانو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې رامنځته شوې مسئلې حل کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای