CRI Online

چين هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 11:07:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې د سياسي بيورو غړي او د دې کميټې د بهرنيو کارونو د دفتر مسئول يانګ جي څه د هانکانګ مسئلې په هکله د سينهوا اژانس له خبريال سره مرکه ومنله.

يانګ جي څه وويل چې له چين سره د هانکانګ له يو ځای کېدو راهيسې هغه پاليسي چې په يو هېواد کې دوه نظامونه او د کورواکۍ تګلاره غوره کيږي، په دې سيمه کې په جدي توګه پلې شوې او هانکانګ د چيني ملت د سترې سمسورتيا په بهير کې برخه اخيستې او خپل ثبات او سمسورتيا يې ساتلې ده. له حقيقتونو څخه ښکاري چې په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کېدو پاليسي په هانکانګ کې بريالۍ ده او د نړيوالو له خوا منل کيږي.دغه پاليسي په دې سيمه کې د پاتې شويو مسئلو د حل وفصل لپاره تر ټولو ښه لايحه ګڼل کيږي او له چين سره د هانکانګ تر يو ځای کېدوروسته د دغې سيمې د دايمي سمسورتيا او ثبات د ساتلو لپاره تر ټولو ښه نظام هم دی. د چين مرکزي حکومت به په ټينګه سره د دغې پاليسۍ پلې کولو ته ادامه ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای