د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د اګست په لومړۍ نېټه د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وويل، فرانسه، بريتانيا او جرمني ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف باندې د امريکا د حکومت پر بنديز اندېښنه لري او د امريکا له يادې پرېکړې څخه ملاتړ هم نه کوي.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي، چې په اوسني خړپړ حالت کې ټولې ډيپلوماتيکې لارې بايد خلاصې وساتل شي. اوس د فرانسې، بريتانيا او جرمني بهرنيو چارو وزيرانو د ايران د بهرنيو چارو له وزير ظريف سره عامه اړيکې ساتي، څو چې خړپړ حالت ارام شي او له ايران څخه وغواړي چې په پوره توګه د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون پلې کېدو ته دوام ورکړي. ياده اعلاميه هم له امريکا څخه غواړي چې د ملکي اټومي همکاريو پر پروګرامونو باندې بنديزونه لغوه کړي. دا پروګرامونه له د ايران سره په شوي اټومي تړون کې اجازه لري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |