CRI Online

د اټکل له مخې ښايي د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين په دننه کې د سيلانيانو شمېر درې مليارډه او اتيا مليونه تنو ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 11:18:49

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د سيلانۍ څېړنيز انسټټيوټ د اګست په لومړۍ نيټه د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې د سيلانيز اقتصاد د څېړنې لاسته راوړنې يعنې نورو هېوادونو ته د سفرونو په اړه د پرمختګ راپور خپور کړ چې د اټکل له مخې ښايي د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين په دننه کې د سيلانيانو شمېر درې مليارډه او اتيا مليونه تنو ته ورسيږي او ترې تر لاسه شوي عايدات ۲۷۸۰ مليارډه يوانه وي چې شمېرې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۸ سلنه او ۱۳.۵ سلنه زياتې شي.

د شمېرنې له مخې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چين ته د راغلو سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵ زيات شوی او سيلانيز عايدات يې په سلو کې پنځه زيات شویي دي. د دې ترڅنګ نورو هېوادونو ته د تللو چيني سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څوارلس زيات شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای