د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په لومړۍ نېټه د تايلند په پلازمېنه بانکاک کې د هند د بهرنيو چارو له وزير سوبراحمانيام جايشانکار سره ليدنه وکړه.
وانګ يي وويل، د هند د نوي حکومت له جوړېدو راهيسې، د چين مشر د هند له صدراعظم مودي سره نژدې تګ راتګ ساتلی دی، دا څرګندېږي چې چين له هند سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. د دوو ګاونديو هېوادونو او دوو نويو اقتصادونو په توګه، د چين او هند ترمنځ اړيکې له نوي فرصت سره مخامخ کېږي. موږ هيله لرو چې له هند سره په راتلونکې مرحله کې د لوړې کچې تګ راتګ زيات کړو، کلتوري تبادله، د پولې مسئلې په اړه د ځانګړو استازو خبرې اترې او ستراتيژيک اقتصادي ډيالوګ په ښه توګه تر سره کړو.
جايشانکار وويل، اوس د چين او هند ترمنځ اړيکې په کليدي مرحله کې دي، صدراعظم مودي هيله لري چې په نوې ماموريت موده کې دغو اړيکو ته وده ورکړي. هند د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو په باب خوشبين دی او غواړي له چين سره ګډې ګټې پراخې کړي او کاري همکاري ژورې کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |