د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق د امنيتي پوځ يو چارواکي د جولای په لومړۍ نيټه وويل چې په دې وروستيو ورځو کې يې د دې هېواد په ختيځ ولايت دياله کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره پوځي عمليات تر سره کړي چې په پايله کې يې ۱۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان دي.
د دياله ولايت د امنيتي کميټې مسئول صادق حسني خبريالانو ته وويل چې ياد پوځي عمليات د دغه هېواد پوځ، استخباراتي او ولسي ځواکونو له درېيو اوونيو راهيسې د دياله ولايت په اوو سيمو کې پيل کړلچې له امله يې تر اوسه پورې د داعش ډلې د شپږو تنو مشرانو په شمول ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور نيول شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |