CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ اقتصادی اصطکاک د امريکا د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې خنډونه اچوي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 15:59:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي اصطکاک د امريکا د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې خنډونه اچوي چې پر توليدي تصديو او کوچنيو تصديو باندې منفي اغېزه لري.

د بريتانيا د (( فيناشل تايمز )) ويبسايټ څه موده مخکې د امريکا د ADP شرکت د نوې شمېرنې په حواله کې وويل، په تېر جولای کې د امريکا د شخصي شرکتونو لخوا د ګمارل شويو د کارکوونکو عمومي شمېره يو لک او ۵۶ زره زياته شوې، چې د اقتصادپوهانو د پيشګويۍ تر شمېرې زياته ده، خو د تېر کال او د سږکال د لومړۍ نيمايي تر متوسطې اندازې ټيټه ده. د وروستۍ شمېرې له مخې، په تېر جولای کې د امريکا په کوچنيو تصديو کې د کاري فرصتونو د برابرولو حالات ښه نه وو، يوازې ۱۱ زره کاري فرصتونه يې زيات کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای