CRI Online

جاپان به له (( سپين ليسټ )) څخه د کوريا جمهوريت لېري کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 16:20:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان حکومت د اګست په ۲مه نېټه د کابينې په غونډه کې دا پرېکړه وکړه چې د کوريا جمهوريت له (( سپين ليسټ )) څخه لېرې کړي، مانا دا ده چې د جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ سوداګريز اصطکاک به نور سخت شي.

ياد (( سپين ليسټ )) د جاپان د دوستو تجارتي همکاريزو هېوادونو لپاره د امنيتي تضمين په اړه دی. جاپاني شرکتونه کولی شي چې يادو دوستو هېوادونو ته په د اسانه مراتب سره لوړ تکنالوژيکي توليدات صادر کړي. تر اوسه پورې د امريکا، بريتانيا او جرمني په شمول ۲۷ هېوادونه په دې ليسټ کې شامل شوي دي.

د کوريا جمهوريت په ۲۰۰۴ کال کې په ياد ليسټ کې شامل شو او لومړی هېواد به وي چې له دې ليسټ څخه لېرې کېږي. له دې وروسته به د کوريا جمهوريت له تجارتي اسانتياوو او نورو ګټورو تدبيرونو څخه برخوردار نه وي. د جاپان حکومت به د کوريا حمهوريت ته د مخکې اعلان شويو د سيميکنداکتور ۳ ډولو توکو تر څنګ د لوړې تکنالوژۍ د ټولو صادراتي چارو په اړه ځانګړې څېړنه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای