CRI Online

وانګ يي د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې،چين،جاپان او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو په شلمه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 16:53:28

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګسټ په دوهمه نېټه د تالنډ په پلازمينه بنکاک کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې،چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو په شلمه غونډه کې ګډون وکړ.

وانګ يي وويل چې د يادې ټولنې لس غړي هېوادونه او نوموړي درې هېوادونه د ختيځې اسيا کليدي برخه ګڼل کيږي او د دوی ترمنځ همکارۍ د ختيځې اسيا د همکارۍ عمده لار ده. مونږ هيله او باور لرو چې دغه هېوادونه به خپلمنځي همکارۍ،ګډ پرمختګ او سيمه ييزې سمسورتيا ته ډېر ارزښت ورکړي،په ښه توګه خپلمنځي توپيرونه لېرې کړي او په ګډه به د ختيځې اسيا د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

هغه زياته کړه چې مونږ بايد په ټينګه څو اړخيزم او ازاده سوداګري وساتو تر څو دغه غونډه د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو لپاره يو لارښوونکی بيرغ وګرځي. د دې ترڅنګ مونږ بايد کلتوري تبادلې او همکارۍ پياوړې کړو تر څو ياده غونډه د کلتوري همغږۍ ډګر وګرځي.سربېره پردې مونږ بايد له ننګونو او چلنجونو سره مقابله وکړو تر څو دغه غونډه د سولې او ثبات د ساتلو لپاره يوه تکيه وګرځي.چين غواړي چې له اړوندو خواوو سره نژدې همکارۍ وکړي ، په نومبر کې د مشرانو غونډې د تر سره کولو لپاره تياريانې ونيسي او د يادو هېوادونو ترمنخ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای