CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د امريکا له هغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي چې د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره سره د منځني واټن ويشتونکي توغنديو د له منځه وړلو له تړون څخه وتلی

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 17:02:49

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د امريکا له هغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او په دې باره کې خپل ژور تاسف څرګندوي چې د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره سره يې د منځني واټن ويشتونکي توغندي د له منځه وړلو له تړون څخه وتلی.

د معلوماتو له مخې، د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر سلاکار جون بولټون ويلي چې امريکا به د اګست په ۲مه نېټه له ياد تړون څخه ووځي. وياندې هوا چون ينګ په دې اړه وويل، له دغې کړنې څخه څرګندېږي چې امريکا خپله نړيواله ژمنه نه پلې کوي او پر يواړخيزې غوښتنې ټينګار کوي. د امريکا رښتينې موخه دا ده چې د پوځ او ستراتيژۍ په برخو کې به خپل غوره والی پياوړی کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای