د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د اګست په ۲مه نېټه د امريکا د هغې کړنې په اړه يوه وينا وکړه چې ښايي د ۳۰۰ ماليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو ٪۱۰ اضافي تعرفې زياتې کړي. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې د امريکا دغه کړنه په اوساکا کې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ له تر لاسه شويو ګډو نظريو څخه سرغړونه ده او د سمې لارې پر خلاف ده. دغه کړنه د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره هيڅ ګټه نه لري، نو چين ورسره ټينګ مخالفت کوي. که امريکا دغه کړنه پلې کړي، چين به د هېواد او خلکو د ګټو د ساتلو په هکله لازم تدبيرونه ونيسي او امريکا دې د ټولو پايلو پړه پر غاړه واخلي.
د امريکا دغه کړنه د دواړو هېوادونو د خلکو او حتی د نړيوالو له ګټو سره سمون نه خوري او د نړيوال اقتصاد د نرمېدو سبب به وګرځي. چين تل په دې اند دی چې په سوداګريزه جګړه کې به هيڅوک بريالي نه شي، خو چين له سوداګريزې جګړې څخه ويره نه لري او د دې لپاره يې تياريانې نيولې دي. چين هيله لري چې امريکا په وخت خپله تېروتنه سمه کړي او دواړه خواوې د مساواتو او متقابل درناوي په رڼا کې اړوندې مسئلې حل کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |