د دې خبر په اړه چې امريکا به د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چين پر صادراتي توليداتو ۱۰ سلنه ګمرکي مليات زيات کړي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په دوهمه نېټه د دې وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا دغه عمل په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له تر لاسه شويو ګډو نظريو څخه سخته سرغړونه ده او له مناسب مدار څخه يې وتلی دی او دغه عمل د مسئلې د حل لپاره ګټور نه دی، چين د دې عمل په اړه ناخوښ دی او ورسره ټينګ مخالفت کوي.
نوموړې دې ته اشاره وکړه چې که امريکا د تعرفې د زياتوالي تګلاره پلې کړي، چين به د ځوابي تدبيرونو نيولو ته اړ شي، څو د هېواد او خلکو مرکزي ګټې وساتل شي. د ټولو نتيجو مسئوليت به د امريکا پر غاړه وي.
هوا چون ينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو په اړه د چين دريخ دوامدر او څرګند دی او په دې برخه کې د چين کوښښونه او صميميت نه دی بدل شوی، امريکا بايد اوس خپل صداقت څرګند کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |