امريکا له چين سره د اقتصادي او سوداګريزو عالي رتبه سلامشورو دوولسم پړاو له پای ته رسيدو وروسته يو ځل بيا ګواښ کړی چې د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه به د ۳۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتي توليداتو ۱۰ سلنه نور ګمرکي ماليات وضع کړي. د امريکا دغه عمل په اوساکا کې د چين او امريکا د مشرانو له تر سه شوو ګډو نظريو څخه سخته سرغړونه ده، له مناسب مدار څخه يې وتلی او د مسئلې د حل لپاره ګټور نه دی. چين د امريکا د دې عمل په اړه سخته ناخوشي او ټينګ مخالفت څرګندوي او د لازمو تدبيرونو د نيولو له لارې به د هېواد او خلکو اصلي ګټې وساتي.
له تېر يو کال راهيسې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو له بهير څخه دا څرګنده شوې چې د خبرو اترو تر څنګ فشار اچول د امريکا چال دی، خو واقعتونه دا ښيي چې دغه چال پر چين اغېزه و نه کړي او نه يوازې به د سلامشورو د بيا پيل قيمتي فرصت ويجاړ کړي، ول بلکې د مسئلې او جنجال حل ته به زيان ورسوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |