CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون دې په بشپړه او اغيزمنه توګه عملي شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-02 18:59:11

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په دوهمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې يو ځل بيا اعلان وکړ چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون هغه څو اړخيز تړون دی چې د م م د امنيت شورا لخوا څېړل او پېژندل شوی دی، او د اټومي وسلو د نه خپرولو نړيوال سيستم او د منځني ختيځ سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ډېر مهم دی، نو دغه تړون دې په بشپړه او اغيزمنه توګه عملي شي.

امريکا څو ورځو مخکې اعلان وکړ چې د ايران د اراک د درندو اوبو بټۍ پروژې په شمول به د دغه هېواد د ذروي مسئلې په اړه د اټومي پروژې د بنديز د معافيت وخت اوږد شي. هوا چون ينګ په دې اړه وويل چې د اټومي پروژۍ په اړه د ياد تړون له ترتيب څخه د ذروي وسلو د نه خپرېدو او له ذروي انرژۍ څخه د سوله ييزې استفادې په برخو کې د ايران پر غاړه د مسؤليت او حق برابري څرګندېږي او ترې د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون هدف او اصول هم ښکارېږي. دا د امريکا په شمول د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون خوري چې د اړوندو ژمنو پلی کړی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای