( د مخ له برخې څخه غږونه: له بې وزلۍ سره د چين مبارزه ) په نوم مستند فلم پر ځايي وخت د جولای په ۳۱ مه نېټه د امريکا د عامه ټلويزيوني شبکې د کاليفونيا ټلويزيون لخوا خپور شو. دا لومړۍ ځل دی چې د امريکا په خبري رسنيو کې د چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په اړه پروګرام خپور شو.
دغه مستند فلم د چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په باب د درېيو خواوو له خوا د څېړلو بهير او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په اړه د چين سترې لاسته وړنې څرګندې کړې او په عين وخت کې په دغه فلم کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په اړه د چين پر وړاندې ستونزې هم بيان شوې دي.
دغه فلم په دوو کلونو کې جوړ شوی. د فلم اخيستونکی د چين له ګوي جو، ګان سو، شينجيانګ، شان شي، سي چوان او های نان څخه ليدنې کړې او دغه راز يې د چين له بېوزلو کورنيو څخه هم ليدنې کړې.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |