CRI Online

د فرانسې او جاپان رسنۍ د چين پر توليداتو د امريکا د ګمرکي مالياتو پر زياتولو ښکاره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-08-03 17:01:22

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د خبر له مخې، څه موده مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ناڅاپه اعلان وکړ چې دغه هېواد ته د چين د ۳۰۰ مليارډو ډالرو پر صادراتي توليداتو باندې به ۱۰ فيصده ګمرکي ماليات زيات کړي. په دې اړه د فرانسې او جاپان رسنيو وويل چې د امريکا ياده کړنه د دې هېواد اوسنۍ سختې تجارتي مسئلې نه شي حل کولی. امريکا بايد د خبرو اترو له لارې مسئله حل کړي.

د فرانسې د (( لې پاريسېن )) ورځپاڼې د اګست په ۲مه نېټه په يوه ليکنه کې وويل، سره له دې چې ترمپ ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي برابرۍ لپاره د چين پر توليداتو باندې ګمرکي ماليات زياتوي، خو داسې کړنه د امريکا د اوسنيو سختو تجارتي مسئلو د حل لاره نه ده.

د فرانسې (( کاپيتار )) ورځپاڼې په ۲مه نېټه په يوه ليکنه کې وويل، ځکه چې د چين ياد صادراتي توليدات په عمومي ډول ورځني لوازم دي، نو له دې امله به د امريکا پر مشتريانو مستقيمه اغېزه ولري.

د جاپان (( نيحون کېځای شيمبون )) ورځپاڼې په ۲مه نېټه په سرليکنه کې وويل، که امريکا پر چين د مالياتو نوي بنديزونه ولګوي، نو د چين پر ټولو توليداتو به زيات ماليات ولګوي، چې دا عادی حالت نه دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای