د سين هوااژانس د خبر له مخې، د فرانسې،ايټاليا، پولنډ، نيوزيلنډ، روسيې، پاکستان او ټايلنډ په شمول د ځينو هېوادونو کارپوهانو په دې وروستيو ورځو کې له شينجيانګ څخه ليدنې وکړې. بهرنيو کارپوهانو له اورموچي او تورپان ښارونو له نژدې کتلي او له ځايي اوسيدونکو سره يې د نظريو تبادلې وکړې، ځانګړي قومي دودونه يې احساس کړی، د مذهبي کارونو او ازادۍ په هکله حالتونه يې ليدلي او د مسلکي تخنيکونو د روزنې په مرکز کې له زده کوونکو سره يې خبرې اترې وکړې. دوی څرګنده کړه چې په شينجيانګ کې يې د ټولنې ارامتيا او يووالي، اقتصادي سمسورتيا او ګڼ شمېر پرمختګونه ليدلي او په خپله يې د بېلا بېلو قومونو تر منځ د هوساينې او يووالي ښه چاپيريال له نژدې احساس کړی دی.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |