CRI Online

امريکا به په هراړخيزه توګه د ځمکې پر اساس کنوانسيون متوسط توغندی څيړنه او اختراع وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-03 17:05:13

د سين هوااژانس د خبر له مخې، امريکا د اګست په ۲مه نېټه په رسمي توګه د منځني واټن ويشتونکي توغنديو د له منځه وړلو له تړون څخه ووتله. په همدې ورځ د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد به په هراړخيزه توګه د ځمکې پر اساس کنوانسيون متوسط توغندي څيړنه او اختراع وکړي چې مخکې د ياد تړون له امله محدود شوی و.

د امريکا د ملي دفاع وزير مارک يسپير د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا ځکه له ياد تړون څخه وتلې ده، نو د ملي دفاع وزارت په هراړخيزه توګه د ياد توغندی څيړنه او اختراع به وکړي او ويې ويل چې دا د روسيې اړوندو عملونو ته يو محتاطانه ځواب دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې له ياد تړون څخه د امريکا د وتلو مسئوليت په پوره توګه د روسيې پر غاړه دی. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ څرګنده کړه چې د امريکا دغه کړنه يوه سخته تيروتنه ده او ويې ويل چې پر روسيې د امريکا دغه نيوکه د دغه هېواد تبليغاتي بريد دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ وويل چې له دغه تړون څخه د امريکا د وتلو رښتنی هدف په يوه اړخيزه توګه د پوځي او ستراتيژيکي تفوق لټول دي. که امريکا له دغه تړون څخه له وتلو وروسته د منځني واټن ويشتونکی توغنديو د څيړنې او ځای پر ځای کولو کارونه اعاده کړي، د ټولې نړۍ پر ستراتيژيک بيلانس او ثبات به بدې اغيزې وکړي، د حالاتو خړپړتيا به سخته شي او باور به کم شي، د ذروي وسلو د کمولو او د پوځي وسلو د کنټرول څو اړخيز بهير به خراب شي او د اړوندو سيمو سولې او امنيت به ګواښونو سره مخ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای