CRI Online

څو تيان کای: د هانکانګ چارې په پوره توګه د چين کورنۍ چارې دي چې پکې هيڅ بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-08-03 17:30:26

د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفير څوی تيان کای په ځايي وخت د اګست په ۲مه نېټه د امريکا په (( نيوزويک )) کې يوه ليکنه خپره کړه چې نوم يې دی (( په يو هېواد کې دوه نظامونه شتون لرل د هانکانګ، چين او د امريکا په شمول د نړۍ لپاره تر ټولو ښه سيستم دی ))، او دا ليکنه د هغو شکونو لپاره ځواب دی. هغه وويل، د هانکانګ مسئله د چين کورنۍ چارې دي او پکې هيڅ بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

په ياده ليکنه کې ويل شوي، چين ته د هانکانګ له بېرته راګرځېدلو راهيسې په دې ۲۲ کلونو کې هانکانګ د هېواد د سترې برخې سيمې له پرمختګ څخه ملاتړ کړی، سترې برخې سيمې هم د هانکانګ سمسورتيا زياته کړې ده. خو ځيني نړيوال او د هانکانګ بد نيت لرونکي غواړي د هانکانګ له لارې د چين د سترې برخې نظام بدنام کړي او چين نا ارامه کړي.

په ياده ليکنه کې همدارنګه ويل شوي، چې اوس په هانکانګ کې پېښه شوې شخړه د بيان او لاريون د ازادۍ په اړه مسئله نه ده، د غيرقانوني افراطيانو د زور زياتي کړنه ده چې د هانکانګ قانوني اساس او ياد سيستم ويجاړوي. د چين مرکزي حکومت د هانکانګ د حکومت او پوليسو څخه کلک ملاتړ کوي چې ضروري تدبيرونه ونيسي څو چې غير قانوني زور زياتي کوونکو ته سزا ورکړای شي او د هانکانګ د ټولنې ثبات وساتل شي.

د يادې ليکنې په پای کې دا زياته شوې، چې د هانکانګ چارې په پوره توګه د چين کورنۍ چارې دي، په دې چارو کې هيڅ بهرنۍ لاسوهنه د منلو وړ نه ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای