د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن د خبر له مخې، د امريکا حکومت په دې وروستيو ورځو کې ناڅاپه اعلان وکړ، چې امريکا به د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه دغه هېواد ته د چين د ۳۰۰ مليارډو ډالرو پر صادراتي توليداتو باندې ۱۰ فيصده ګمرکي ماليات زيات کړي. په تېرو څو ورځو کې د امريکا بېلابېلو خواوو د دې هېواد د ياد اعلان سره مخالفت کړی دی.
د (( نيويارک ټايمز )) په شمول د امريکا مشهورو ورځپاڼو په خپلو ليکنو کې وويل،امريکا يو ځل بيا له چين سره د ګمرکي مالياتو جنګ پيل کړی، له دې امله به نړيوال تجارتي حالات سخت شي، عمومي د سټاک شاخص به ټيټ شي، د دې نړۍ پانګوال به انديښمن شي او د اقتصاد زياتوالی به ورو شي.
د امريکا CNN تلويزيون د دې هېواد د تحليلګر د نظر په حواله وويل، د دې هېواد د حکومت د ګمرکي مالياتو نوي تدبيرونه ښايي د نړۍ اقتصاد ته لوی زيان ورسوي. د تجارتي اصطکاک د سختېدو له امله دا ډېره ممکنه ده چې نړيوال اقتصاد شا ته کېږي.
د امريکا ډېرو رسنيو په خپلو ليکنو کې ويلي، د دې هېواد د حکومت ياده کړنه د امريکا د تصديو له مستقيم مخالفت سره مخامخ کېږي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |