CRI Online

سلګونه کسان د امريکا د سپينې ماڼۍ په مخ کې راغونډ شول او له حکومت څخه يې وغوښتل چې په جدي توګه ټوپک کنټرول کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-04 16:58:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په تېکساس ايالت کې په ځايي وخت د اګست په ۳مه نېټه د ډزو له سختې خونړۍ پېښې څخه څو ساعتونه وروسته سلګونه کسان د سپينې ماڼۍ په مخ کې غونډ شول، د ټوپکو د ادارې او کنټرول په مسئله باندې د امريکا د حکومت د هيڅ مسئوليت پر غاړه نه اخيستل يې وغندل او ورڅخه يې غوښتنه وکړه چې په جدي توګه ټوپک کنټرول کړي څو چې په راتلونکې کې د داسو پېښو مخه ونيول شي.

ياد سلګونه کسان د ټوپک د کنټرول د سازمان غړي دي، چې نوم يې دی (( ميندې د ټوپک د کنټرول عمليات غواړي )).

په همدې ورځ له دې مخکې د تېکساس ايالت په الپاسو ښار په والمارټ سوپرمارکيټ کې د ډزو پېښه رامنځته شوې وه، چې پکې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په امريکا کې خلک اجازه لري چې ټوپک وساتي، په منځنۍ ډول هر کال له ۳۶ زرو څخه زيات کسان د ډزو په پېښو کې وژل کېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای