CRI Online

د عراق، مصر او اردن خارجه وزيرانو د منځني ختيځ د حالاتو په شمول پر زياتو مسئلو بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 09:08:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق، مصر او اردن د بهرنيو چارو وزيرانو د عراق په پلازمېنه بغداد کې يوه غونډه وکړه او د عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو او د منځني ختيځ سيمې د خړو پړو حالاتو د ارامتيا په شمول يې پر زياتو مسئلو بحث وکړ.

د عراق خارجه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د عراق د بهرنيو چارو وزير محمد علي الحکيم، د مصر د بهرنيو چارو وزير سامح الشکري او د اردن خارجه وزير ايمان صفادي په همدې غونډه کې د عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمخبيولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا او د عراق له بيا رغونې څخه د ملاتړ په شمول پر زياتو مسئلو بحث وکړ. دغه راز په ياده غونډه کې په تېر مارچ کې د مصر په قاهره کې د عراق، مصر او اردن د مشرانو غونډې د لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای