د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اګست په ۴مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد ځواکونو د ترکيې پوځ به د سوريې په شمال کې د فرات سيند ختيځ ته د کردانو وسلوالو تر کنټرول لاندې سيمې ته ننوځي او پوځي عمليات به پيل کړي.
رجب طيب اردوغان په همدې ورځ د ترکيې په شمال لوېديځ بورسا ښار کې وويل، تر څو چې د ترکيې پروړاندې د توپونو بريدونه دوام ولري ، ترکيه نشي کولی چوپ پاتې شي. موږ د فرات د سيند لوېديځ افلين ، جرابلوس او باب ته ننوتلي يو اوس د فرات سيند ختيځ ته به ولاړ شو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |