CRI Online

په قاهره کې د څو موټرو ټکر کې تر ۳۰ ډېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 11:32:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مصر د روغتيا وزارت د اګست په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد په پلازمېنه قاهره کې د روانې مياشتې د ۴مې نېټې په شپه د څو موټرو تر ټکر وروسته چاودنه رامنځته شوه چې له امله يې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې دغه پېښه د قاهرې په مرکز کې د سرطان څېړنيز انسټيټيوټ ته نږدې پېښه شوې چيرې چې يو په مخالف لوري موټر له درېيو عادي موټرو سره ټکر او وچاوديد.ټپيان شاوخوا ۳ روغتونونو ته لېږدول شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

د سيمه ييزو خبري رسنيو د خبر له مخې، د امنيتي کارپوهانو په وينا ، ياده چاودنه ممکن د موټرو تر ټکر وروسته د تيلو ټانک د اور له امله رامنځته شوې وي .

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای