د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په څلورمه نېټه اعلان وکړ چې د ډزو په دوو تازه پېښو کې له قربانيانو سره د غمرازۍ په موخه به د دې هېواد ملي بيرغ له همدې ورځې څخه تر اتمې نېټې پورې نيم ځوړند وي.
د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ځايي څارنوال د اګست په ۴مه نېټه وويل چې د دغه هېواد قانون پلي کونکې ادارې د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د ټېکساس ايالت په لوېديځ ال پاسو ښار کې د ډزو په پېښه کې د کورني تروريزم قضيې نوعيت څېړي.
د ټېکساس ايالت د لوېديځې سيمې څارنوال جان باش وويل چې څارنوالۍ اوس له اړوندو څانګو سره د ډزو پېښې د بشپړې څېړنې لپاره همکاري کوي او ښايي د کرکې يا ټوپک جرمونو په اړوند شکمن کسان پر فدرالي تورونو تورن شي او که په ټوپک پورې اړوند تورونه ثابت شي، نو ممکن د هغوی د مرګ د سزا لامل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |