د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ په ثابتو دارايو کې د پانګونې اندازه ۱۸۴ مليارډو ۳۴۸ مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاريه ۳ سلنه زيات شوی او د زياتوالي سرعت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۶ اعشاريه ۲ سلنه چټک شوی دی.
د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت په دې وروستيو ورځو کې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې د کورواکې سيمې د اقتصادي حالت په اړه راپور خپور کړ. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې يې په شينجيانګ کې د يو لړ مهمو پروژو د ابادولو بهير چټک کړی، د بېلګې په توګه د ارومچي د رېل ټرانسپورټي لاين لومړۍ کرښه فعاله شوې او د ارومچي د هوايي ډګر د پراخولو پروژه په بشپړ ډول پيل شوې. د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې په شينجيانګ کې کليدي پروژې د ۸۷ مليارډو ۷۳۵ مليونو يوانو پانګونې ،۴۸ نوې پروژې او د ۸ مليارډو ۹۵۹ مليونو يوانو پانګه بشپړه شوې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |