CRI Online

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په ۵مه نېټه د چين د خلکو بانک يو مسؤل د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 16:34:17

د خبريال پوښتنه: ولې يو امريکايي ډالر اوس له څه دپاسه ۷ ژن مين بي يوانو سره برابر شوی؟

ځواب: د څواړخيزم،د سوداګرۍ پرتېکشنيزم او پر چيني توليداتو د تعرفې د لوړېدو په اثر د اګست په ۵مه نېټه د امريکايي ډالرو په مقابل کې د يوانو تبادلوی ارزښت ډېر کم شوی او يو امريکايي ډالر اوس له څه باندې ۷ يوانو سره برابر شوی. خو د څو ډولو پيسو په مقابل کې د يوانو تبادلوي ارزښت به په دوامداره توګه خپل ثبات او ځواکمنتيا وساتي.

د خبريال پوښتنه: بيا وروسته به د يوانو تبادلوی ارزښت به څنګه بدل شي؟

ځواب: د اوږدې مودې له لحاظه د يوانو تبادلوي ارزښت به د چيني اقتصاد د عمومي حالت له مخې بدل شي، خو د لنډې مودې له لحاظه به په پولي بازار کې د تقاضې او عرضې او د امريکايي ډالرو د تبادلوي ارزښت سره تړاو ولري.

د خبريال پوښتنه: د يوانو تبادلوی ارزښت کموالی به پر چيني تصديو او ولسي وګړيو څنګ اغېزه وکړي؟

ځواب: د ولسي چينايانو پولي دارايۍ په عمده توګه يوانه دي چې په ښه توګه خوندي ساتل کېږي او د ولسي وګړيو لخوا په بهر کې له سيلانۍ، سودا اخيستلو او زده کړې څخه د دوی مصرفي توان څرګندېږي. چيني تصدۍ همداسې دي. موږ نه غواړو چې خپلې تصدۍ د تبادلوی ارزښت له ډېرو خطرونو سره مخامخ وي او د دغو خطرونو په مخنيوي کې به د دوی ملاتړ وکړو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای