CRI Online

د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې مشرې کاري لام: د زور زياتي پيښې به په هانکانګ کې د يو شمېر خطرونو سبب شي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 16:52:52

د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون د عمومي سټيشن د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې مشرې کاري لام او د ځينو ارګانونو مشرانو د اګست په ۵مه نېټه د حکومت په مقر کې خبري ناسته تر سره کړه چې خبريالانو ته يې په هانکانګ کې د اوسنيو حالاتو په هکله مالومات ورکړل. کاري لام وويل چې په دې وروستيو ورځو کې په هانکانګ کې د زور زياتي پيښې به د دغې سيمې سمسورتيا او ثبات زيانمن کړي. د زور زياتي پيښو له امله به د هانکانګ په ټولنه کې انديښنې رامنځته شي او خطرناک ځای وګرځي.

کاري لام وويل چې هانکانګ پخوا په ټوله نړۍ کې يو خوندي ښار و، خو په دې وروستيو دوو مياشتو کې د زور زياتي کړنې لا سختې شوې دي. هغې وويل چې د هانکانګ د اووه مليونو تنو خلکو باثباته ژوند او د دې ځای راتلونکی بايد تضمين شي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای