CRI Online

د چين ملي بيرغ ۱ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه ساتونکي لري

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 17:58:45

په دې وروستيو ورځو کې هغه پېښه چې په هانکانګ کې افراطي مظاهرچيانو د ملي بيرغ سپکاوی وکړ، د خلکو غوسه پارولې ده. د سختې غندنې تر څنګ، اوس د چين په بېلابېلو ځايونو کې د ملي بيرغ د مينې او خونديتوب فعاليتونه تر سره کېږی.

د اګست په ۴مه نېټه د هانکانګ په ډېرو مشهورو ودانيو باندې يو شمېر اعلانونه، لکه (( سبا به هانکانګ ښه وګرځي ))، (( هانکانګ زما کور دی او موږ ورسره مينه لرو )) او د چين ملي بيرغونه لګول شوي دي.

د هانکانګ بېلابېل ډګرونه او ښاريان هيله لري چې په ګډه هانکانګ وساتي او په يو هېواد کې د دوو نظامونو شتون لرلو سيستم وساتي.

د چين په ټولنيزو رسنيو کې نيټيزين هم د ملي بيرغ له خونديتوب څخه ملاتړ کوي. د چين د CCTV تلويزيون لخوا وړاندې شوی مضمون چې نوم يې دی (( ملي بيرغ ۱ مليارډ او ۴۰۰ ميليونه ساتونکي لري ))، په وېبو ټولنيزو رسنيو کې تاوده بحثونه رامنځته کړي دي. تر اوسه پورې ياد مضمون څه باندې ۱ ميليارډ او ۹۷۰ ميليونه ځلې کتل شوی دی. د CCTV تلويزيون لخوا خپور شوی متن (( ملي بيرغ ۱ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه ساتونکي لري )) تقريباً ۱۰۰ لکه لايکونه او شريک شوی او څه د پاسه ۴ لکه تبصرې لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای