CRI Online

د چين سور صليب ټولنه به د زړه سوري پر مورزادي ناروغۍ اخته د نورو ۱۵۰ افغان ماشومانو درملنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-05 21:13:59

پدې وروستيو ورځو کې د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د خلکو په روغتون کې د هغو ۲۴ افغان ماشومانو درملنه روانه ده چې د زړه سوري پر مورزادي ناروغۍ اخته دي. دغه ناروغ ماشومان د چين د سور صليب ټولنې په مرستې د تېر جولای په ۳۱ مه نېټه له خپلو پلرونو او ميندو سره يوځای د چين شينجيانګ سيمې مرکز ارومچي ښار ته ليږدول شوي او د خلکو په روغتون کې يې درملنه په وړيا ډول پيل شوې ده.

د چين سور صليب ټولنې په تېر څه باندې يو نيم کال کې د زړه سوري پر مورزادي ناروغۍ اخته د ۱۰۰ افغان ماشومانو درملنه کړې او اوس يې پر همدې ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو سره د مرستې دوېمه پړاو پيل کړی چې له مخې به يې په څو ډلو کې د نورو ۱۵۰ افغان ناروغو ماشومانو درملنه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای