CRI Online

د چين اړوندو تصديو له امريکا څخه د زراعتي موادو بيااخيستنه وځنډوله

cri     (GMT+08:00) 2019-08-06 10:09:48

د چين اړوندو تصديو له امريکا څخه د زراعتي موادو بيااخيستنه وځنډوله

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې او د سوداګرۍ وزارت خبر ور کړ چې امريکا څو ورځې مخکې دغه هېواد ته د درېيو سوو مليارډو ډالرو په ارزښت پر چيني صادراتو د ګمرکي تعرفې د لس سلنې زياتېدو اعلان کړی، دغه کړنه يې په اوساکا کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له موافقې څخه سخته سرغړونه ده. نو د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفې د مقرراتو کمېټې وويل چې دا امکان شته چې د اګست تر درېيمې نېټې وروسته له امريکا څخه پر وارد شويو زراعتي موادو تعرفې زياتې شي، او د چين اړوندو تصديو له امريکا څخه د زراعتي موادو بيااخيستنه وځنډوله.

د چين اړوند ارګان وويل، د چين بازار لوی دی او له امريکا څخه د ښه کيفيت زراغتي توليداتو د وارداتي معامله روښانه اينده لري. خو چين هيله لري چې امريکا په جدي توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقه پلې کړي او خپله ژمنه پوره کړي چې د کرهڼيزو چارو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره لازم شرايط برابر کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای