CRI Online

د چين خارجه وزارت: ټولو ته معلومه ده چې څوک د اسيا او ارام سمندر سيمې ثبات خرابوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-08-06 10:28:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۵مه نېټه د تش په نامه "چين د اسيا او ارام سمندر سيمې ثبات خرابوي" په اړه د امريکا د دفاع وزير مارک ايسپر خبرو ته په ځواب کې خبريالانو ته وويل چې له يوې اوږدې مودې راهيسې امريکا تل په بېلا بېلو پلمو سره خپل اندو-ارام سمندر ستراتيژي تبليغ کړې او د اسيا او ارام سمندر سيمې په چارو کې يې پر له پسې مداخلې وکړې. دا چې څوک د دغې سيمې ثبات خرابوي، ټولو ته معلومه ده.

نوموړې څرګنده کړه چې د امريکا د دفاع وزير خبرې بيخي بې دليله دي. له يوې اوږدې مودې راهيسې امريکا د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونو په کورنيو چارو کې پر له پسې لاسوهنې کړې، په سياسي ډګر کې يې د اړوندو هېوادونو ترمنځ توپيرونه يا ستونزې جوړې کړې، په اقتصادي ډګر کې يې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د نورو هېوادونو ګټې قرباني کړې، په پوځي ډګر کې يې په مختلفو سيمو کې خپل پوځي تاسيسات جوړ کړي او خپلې پوځي اتحاديې يې ټينګې کړې. په دې وروستيو څو ورځو کې امريکا د تش په نامه د چين د توغنديو ګواښونه مطرح کړل چې له واقعيتونو سره هېڅ سمون نه لري. دا د امريکا دايمي کړنه ده چې خپله پړه پر نورو هېوادونو غورځوي. امريکا د نړيوالې ټولنې له سخت مخالفت سره سره د منځني واټن باليستيک توغنديو له تړون څخه وتلې او اوس په اسيا کې د منځني واټن توغنديو ځای پر ځای کول غواړي. له دې څخه له ياد تړون څخه د امريکا د وتلو رښتينۍ موخه څرګندېږي.

د ځمکې پر بنسټ د چين د لنډ او منځني واټن ټول توغندي د خپل قلمرو په دننه کې ځای پر ځای کېږي. دا د ځاني امنيت د ساتلو په غرض د چين د دفاعي تګلارې څرګندوی دی. که امريکا د اسيا او ارام سمندر په شاوخوا سيمه، په تېره بيا چين ته په نژدې ځای کې د منځني واټن توغندي ځای پر ځای کړي، دا به ظاهراً د بريد کولو لپاره وي او پر نړيوالو او سيمه ييزو امنيتي حالاتو به ستره منفي اغېزه وکړي. چين به هېڅکله خپلو ګټو ته د زيان رسېدو په صورت کې غلی پاتې نشي، هېڅ هېواد ته به اجازه ور نه کړي چې په شاوخوا سيمه کې ناوړه پېښې رامنځته کړي او خامخا به د لازمو تدبيرونو په نيولو سره خپل امنيت او ګټې وساتي. هيله لرو چې امريکا محتاطانه رويه ونيسي، د حالاتو د خړپړتيا او د نړيوالې سولې د خرابوالي سبب و نه ګرځي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای