د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت او امريکا د اګيست په پنځمه نېټه د روان کال په دوهمه نيمايي کې ګډ پوځي تمرين پيل کړ. دغه تمرين د کمپيوتري تکنالوژۍ په کارولو سره ترسره کېږي.
د کوريا جمهوريت د يونهاپ خبري اژانس خبر ورکړ چې د اګيست له پنځمې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې به دغه هېواد له امريکا سره په بېلا بېلو برخو کې د لمسوونکو کړو وړو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د ننګونو د مخنيوي لپاره اړوندې روزنې ترسره کړي. ور پسې به دواړه خواوې د کوريا ټاپووزمې د نمايشي جګړې په اړه رسمي تمرين وکړي او دغه تمرين به تر دوو اوونيو پورې دوام ولري.
د کوريا جمهوريت پوځونو د دې پوځي تمرين د نوم، مهالوېش او پيمانې په اړه مالومات نه دي خپاره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |