CRI Online

د چين خارجه وزارت يو ځل بيا له امريک څخه غوښتنه کوي چې د هانکانګ په چارو کې مداخله و نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-08-06 11:18:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۵مه نېټه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې يو ځل بيا له امريکا څخه غوښتنه کړې چې د هانکانګ په چارو کې له خپلې مداخلې څخه لاس واخلي او پر دې يې ټينګار وکړ چې هېڅوک بايد په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو او په هانکانګ کې د سمسورتيا او ثبات د ساتلو په برخه کې د چين پر ټينګ هوډ خپلې سترګې پټې نه کړي.

نوموړې څرګنده کړه چې ځينې امريکايان تور ته سپين وايي، سموالی او ناسموالی ورته مهم نه دی، بلکې خپله توطيه لري. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي. تندلارو لاريون کوونکو په اوسپنو کوتکو سره د هانکانګ تقنيني وداني او د چين مرکزي حکومت د رابطې دفتر ويجاړ کړ، په عمدي توګه يې عمومي تاسيسات خراب کړل، د عمومي ترانسپورټ مخنيوی يې وکړ، خطرناک توکي او جريحه وسلې يې پټې وساتلې، پر پوليسو يې سخت بريد وکړ، ملي نښان او بيرغونو ته يې سپکاوی کړی. هر څوک چې سالم وجدان ولري، دا نظر به ولري چې داسې زورزياتي د مدني ټولنې له اصولو څخه سرغړونه ده، د سوله ييز لاريون او د بيان ازادۍ له بنسټيزې کرښې څخه وتلي، د هانکانګ له قانوني نظام څخه يې بغاوت کړی، د ولسي هانکانګيانو د سر او مال امنيت يې ګواښلی او په يو هېواد کې د دوو سياسي نظامونو د پلې کېدو له اصولو څخه سرغړونه کړې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای